د لویې جرګې پېژندنه
زمونږ د ګران هېواد افغانستان د فرهنګ اصل او بنسټ د اسلام مقدس دین جوړوي چې مسلمه امت سولې او شورا ته را بولي لکه څنګه چې الله (ج) د قرآن عظیم الشآن د شورا سورې په ۳۸ آیت کې فرمایلي دي ( و امرهم شوری بینهم).
جرګه د قوم د مشرانو او مخورو هغې ټولنې ته ویل کیږي چې په محلي، ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د پرېکړو او د هغو د پلي کولو واک ولري.په افغانستان کې د جرګو لرغونتوب پخوانیو آریایانو او لوی کنیشکا وختونوته رسیږي. د همدغه لرغونتوب او د لانجو د اوارولو او ستونزو د حل په برخه کې د مهمو پرېکړو کولو اواغیزمنتیا له امله، جرګې زمونږ د هېواد د تاریخ په اساسي رکن بدلې شوي دي.
ملي جرګې چې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د مهمو موخو د لاسته راوړلو لپاره جوړې شوي دي، زمونږ په ګران هېواد کې د لانجو د حل لپاره په یو کارنده او اغیزمن جوړښت باندې بدل شوی دی چې د پرېکړو په کولو او عملي کولو یې زمونږ هېواد له ستونزو او کړکیچونو څخه ژغورلی دی.
نور